- پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو دفتر اساسي موخې څه دي؟
– د هغو پورونو د زیاتولو لپارهد اعتباراتو د چمتو کوونکو تشویقول چې د منقول مالونو لخوا تضمین کیږي؛
– د سوداګرۍ او پانګې اچونې پراختیا؛
– د اعتباراتو په خوندیتوب کې د آسانتیا راوستل، او
– د اړو کسانو لپاره له یوه واحد سیستم څخه د رهني حقونو د معلوماتو چمتو کول.
- د منقول مالونو تضمیناتو د ثبتولو سیستم څه ډول ځانګړنې لري؟
– په معاصرې ټکنالوجۍ مجهز بشپړ برښنایي سیستم دی؛
– د انټرنیټ له لارې ټولو ته د لاسرسۍ وړ دی؛
– د بشپړ اتوماتیکې لټونې درلودونکیاو د اعتماد وړ دی؛
– د ثبت لپاره هیڅ ډول رسمیاتو او د اداري پړاونو بشپړولو ته اړتیا نه لري؛
– د ټولو اطلاعیو لپاره له واحد طرزالعمل څخه استفاده، او
– په اتوماتیک ډول د فیس ورکړې سیستم.
- د رهني حقونو په سیستم کې څو ډوله رهني اطلاعیې ثبت کیږي؟
– لومړنۍ اطلاعیه
– اصلاحي اطلاعیه
– تمدیدي اطلاعیه
– فسخي اطلاعیه
– اعتراضي اطلاعیه
- آیا د رهني حقونو د ثبتولو له سیستم څخه استفاده کول د فیس ورکړې ته اړتیا لري؟
– د یوې رهني اطلاعیې (لومړنۍ، اصلاحي، تمدیدي او تصدیق شوې لټونې) د ثبت لپاره ۲۵۰ افغانۍ
– د یوې اعتراضي اطلاعیې د ثبت لپاره ۵۰۰ افغانۍ
- په دې سیستم کې پر غیرمنقول مالونو رهني حقونه ثبت کیږي که نه؟
دغه سیستم یوازې پر منقول مالونو د رهني حقونو د اطلاعیو ثبتولو په موخه کارول کیږي.
- آیا د رهني حقونو د ثبتولو سیستم د پيرودونکو چوپړتیاوې لري که نه؟
هو، د دې ادارې د پيرودونکو چوپړتیاوې د تخنیکي چوپړتیاو او معلوماتو د چمتو کولو په موخه د پیرودونکو په چوپړ کې دي.