دعامه اعتباراتو د ثبت او په منقوله اموالو د رهني حقوقو د سیستمونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ په د کابل په انتر کانتینتتال کی ترسره شو

22 تله 1397

 ورکشاپ آگاهی عامه  برنامه انکشافات اخیر سیستم های ثبت اعتبارات عامه   په کابل کې د عامه اعتباراتو د ثبت سیستمونواو منقوله اموالو د رهني حقوقو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت اداري له خوا د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شو ، د عامه پوهاوي يو ورځيني روزنيز ورکشاپ د روان کال د تلي مياشتي په 22نيټه، په کابل کې اړوندو ادارو ته وړاندې شو، له دي ورکشاپ څخه موخه د عامه اعتباراتو د ثبت،منقوله اموالو د رهني حقوقو، د آسانتياو رامنځته کول او د يادو ادارو د عامه پوهاوې کچي لوړوالۍ لپاره په کابل کې ترسره شو د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت آمر ډاکټر سید عزیزالله سادات  د دي پروګرام د پرانستي په مهال يا د سيستمونه د هيواد د اقتصادي پرمختګ په اړه اړين وګڼل او د نړيوال بانک له مرستو څخه يې مننه وکړه، او د هغو سيستمونو په اړه يې خبري وکړي چې مالي برخه کې آسانتياوي رامنځته کوي په دوام کې د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي مرستيال ښاغلي عبدالناصر سهاک د عامه اعتباراتو د ثبت او دمنقوله اموالو د رهني حقوقو په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز معالومات وړاندې کړل د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د بانکونو د ټولنې د مشر نجیب الله امیري ترڅنګ د سوداګریزو بانکونو ګڼ شمیر استازو هم ونډه اخیستې وه چې د خپلو پوښتنو او ستونزو په شریکولو سره یې د عامه اعتباراتو د ثبت د لوي آمریت د چارواکو له خوا خپل ځوابونه ترلاسه کړل.