دعامه اعتباراتو د ثبت او په منقوله اموالو د رهني حقوقو د سیستمونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ په بامیانو ولایت کی

24 تله 1396

Organization of Public Awareness Workshop in Bamyan Provinceپه باميانو ولايت کې د عامه اعتباراتو د ثبت سیستمونو او منقوله اموالو د رهني حقوقو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت اداري له خوا د د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی ؤ ، د عامه پوهاوي يو ورځيني روزنيز ورکشاپ د روان کال د تلي مياشتي په 16نيټه، په باميانو ولايت کې اړوندو ادارو ته وړاندې شو، له دي ورکشاپ څخه موخه د عامه اعتباراتو د ثبت، منقوله اموالو د رهني حقوقو ، د آسانتياو رامنځته کول او د يادو ادارو د عامه پوهاوې کچي لوړوالۍ لپاره په باميانو ولايت کې ترسره شو د افغانستان بانک د بامیانو د نمایندګۍ مدیر ښاغلي محمد محسن د دي پروګرام د پرانستي په مهال يا د سيستمونه، د هيواد د اقتصادي پرمختګ په اړه اړين وګڼل او د نړيوال بانک له مرستو څخه يې مننه وکړه، او د هغو سيستمونو په اړه يې خبري وکړي چې مالي برخه کې آسانتياوي رامنځته کوي،په دوام کې د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي مرستيال ښاغلي عبدالناصر سهاک د عامه اعتباراتو د ثبت او د منقوله اموالو د رهني حقوقو په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل، او په پاي کې د عامه اعتباراتو د ثبت تخنيکي کارکونکو له لوري ياد سيستمونه ننداري ته وړاندې شول.