د عامه اعتباراتو د ثبتولو او پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستمونو په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړیدل په هرات ولایت کې

17 کب 1395

Organization of Public Awareness Programد عامه اعتباراتو د ثبتولو او پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستمونه د لومړي ځل لپاره په هیواد کې پیل کړی او سوداګریز بانکونه عملاً له دې سیستمونو څخه کار اخلي. په ورته وخت کې د قانوني او مقرراتي اډانې موجودیت او د اړوندو ادارو ظرفیت او پوهاوی لوړول د افغانستان بانک د عامه اعتبارات د ثبتولو ادارې له لومړیتوبونو څخه دي چې له حرکت محترمې مؤسسې سره د تړل شوي تړون پر بنسټ د عامه اعتباراتو د ثبتولو او پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستمونو په هکله د دې ادارې د عامه پوهاوي پروګرام د سوداګریزو بانکونو، سوداګریزې محکمې، مرکزي احصائیې، د اقتصاد ریاست، سوداګریزو خونو، د کرنې ریاست، د عدلیې ریاست، د صنعتکارانو اتحادیې، هرات پوهنتون او په هرات ولایت کې د افغانستان بانک د زون کارکوونکو ته د ۱۳۹۳ د غبرګولي په ۱۴ نیټه د هرات ساحوي زون د کنفرانسونو په تالار کې جوړ کړ. د دې ورکشاپ له جوړیدو څخه موخه له نوموړو سیستمونو څخه د استفادې د څرنګوالي په برخه کې د اړوندو ادارو د پوهاوي لوړول او په هرات ولایت کې مالي وجوه ته د لاسرسۍ په زیاتوالي کې د آسانتیاو چمتو کول دي.

محترم محمد عیسی طراب د افغانستان بانک دویم مرستیال د دې پروګرام د پرانیستلو په ترڅ کې نوموړي سیستمونه د هیواد اقتصاد لپاره حیاتي وبلل او د نړیوال بانک، مالي نړیوال بنسټ او د حرکت محترمې مؤسسې څخه مننه وکړه. ورپسې انورشاه یوسفي د هرات ساحوي زون آمر، د هیواد په اقتصاد کې د لویدیځ زون رول مهم وباله او ویې ویل چې د عامه اعتباراتو د ثبتولو او پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستمونه به په دې حوزه کې مالي وجوه ته د لاسرسۍ په زیاتوالي کې د پام وړ اغیزه ولري. ورپسې محترم هارون وفا د حرکت محترمې مؤسسې د پروژې مدیر په افغانستان کې مالي وجوه ته د لاسرسۍ ننګونې په ګوته کړې او د عامه پوهاوي پروژو د تمویل او د خنډونو لیرې کولو او مالي وجوه ته د لاسرسۍ د زیاتوالي په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه. په پروګرام په دوام کې محترم نثاراحمد یوسفزی د عامه اعتباراتو د ثبتولو عمومي آمر ګډون کوونکو ته د عامه اعتباراتو د ثبتولو او پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستمونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل او نوموړي سیستمونه یې عملاً نندارې ته وړاندې کړل. په پای کې محترم محمد عیسی طراب د اړوندو ادارو له ګډون او د افغانستان بانک ساحوي زون د کارکوونکو له هڅو څخه مننه وکړه او د ورکشاپ پای یې بریالی وباله.